د وسله والو یوې ډلې تیر ماښام شاوخوا نهه بجې کابل کې پر انټرکانټیننټل هوټل برید وکړ.
برید هغه مهال وشو چې دغه هوټل کې د مخابراتو وزارت له خپلو سیمه ییزو رییسانو سره ناسته جوړه کړې وه.
په پيښه کې د فراه ولایت د مخابراتو رییس هم وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي دې پيښه کې د یوه بهرني کس په ګډون پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي، چې دوه یې ملکیان او څلور یې سرتیري دي.
د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو له پیښې وروسته سیمې ته ورغلي چې په عملیاتو کې يې ۱۶۰ کسان چې ۴۱ تنه یې بهرنیان دي، ژغورلي دي.
بله خوا د عامې روغتیا وزارت وایي یو مړی او یوولس ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د مخابراتو او عمومي ټکنالوژي رییس شهزاد ګل اریوبي هم منلي چې دې پيښه کې د فراه ولایت د مخابراتو رییس جمال الدین پاچاخیل وژل شوی او د دغه وزارت درې نور کار کوونکي ټپيان شوي د.