دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 132462
د ښځو په برخه کې به زموږ د ژمنو په عملي کېدو کې هیڅ ډول پلمه او ځنډ نه وي
جمهوررئیس غني: د ښځو په برخه کې به زموږ د ژمنو په عملي کېدو کې هیڅ ډول پلمه او ځنډ نه وي د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام “د ښځو لپاره په لوړو دولتي مقامونو کې د متحولې رهبرۍ” پروګرام په پای کې ګډون وکړ. دغه پروګرام چې په ارګ کې ترسره شو او په هغه کې د هېواد لومړۍ میرمن هم حضور درلود، لومړی د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې الزیرا سګنبایوه خبرې وکړې د جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ میرمن څخه یې له دې امله چې د ښځو په رهبرۍ باور لري او د هغوی د ځواکمنولو لپاره هڅې کوي مننه وکړه. هغې وویل: نن ورځ نړۍ د رهبرۍ لپاره نويو لارو ته اړتیا لري او په متحوله رهبرۍ کې ښځې مهم نقش لوبوي. میرمن الزایرا شګنبایوه هیله څرګنده کړه چې د دغه پروګرام له لارې به ښځې وکولای شي له نرانو سره یو ځای موخو ته د رسېدو لپاره په ګډه همکار همکاري وکړي. ورپسې د ښځو لپاره د متحولې رهبرۍ پروګرام تنظیموونکې او روزونکې سوزن کولمن د یاد پروګرام په اړه معلومات ورکړل وې ویل: د حکومت په کچه مخکښو ښځو سره کار کول او د هغوی ځواکمنول زموږ لپاره د ویاړ خبره ده. هغې وویل، په دغه پروګرام کې ښځو په بېلابېلو مسائلو فرصتونو او شته ننګونو بحث او نظرونه ورکړل او له یو بل سره یې تجربې شریکې کړې. وروسته د لومړۍ میرمنې د دفتر مشاورې فوزیه علم، د ښځو چارو وزارت مالي او اداري معینې نبیله مصلح، د سوداګرۍ وزارت د جنډر رئیسې فایقه جاوید او د مالیې وزارت د منځنیو مالیه ورکوونکو رئیسې امنه احمدي په دغه پروګرام کې د خپلو تجربو په اړه خبرې وکړې. د لومړۍ میرمن د دفتر مشاورې فوزیه علم وویل، په دغه پروګرام کې مو زیات مسائل له هغې جملې متقابل درناوی او دا چې له امتیازاتو ناوړه ګټه وانخستل شي زده‌کړل. هغې زیاته کړه، موږ د وینا کولو فن، ارتباطات او د مذاکرې مهارتونه هم زده کړل. د ښځو چارو وزارت مالي او اداري معینې نبیله مصلح وویل، جمهوررئیس او لومړۍ میرمن د ښځې ارزښتمن، اغیزناک او لوړ نقش ته په سیاست، اقتصاد او ټولنه کې پام ور اړولی دی. هغې زیاته کړه: د تصمیم نیولو او په مهمو دولتي بستونو کې د هغو مستعدو، په لوړو زده کړو سمبالو او د ځانګړو تونايي لرونګو ښځو ګمارنه او ملاتړ او د هغوی رهبرۍ ته پاملرنه د ستایلو وړ ګام دی. میرمن مصلح وویل، د رهبري لپاره د غوره شویو ښځو ګروپ د رهبرۍ او تحول په برخه کې اساسي موضوعات زده کړل، چې د راتلونکو چارو په ترسره کولو کې موږ سره مرسته کولی شي. هغې وویل: موږ زده کړل چې څنګه اغیزناکه وینا وکړو، دیپلوماتیکې اړیکې څه ډول پیاوړې کړو، په سیاسي بحثونو کې د وینا کولو فن ته په پام عدالت وغواړو چې متحوله رهبري ګډ کار پورې تړلې ده. د ښځو چارو وزارت مالي او اداري معینې په ډاګه کړه، دغه پروګرام ماسره د ښځو چارو وزارت کې د هغه تشکیلاتي اصلاحاتو په برخه کې چې پيل کړي مې دې ډېره مرسته کوي، چې دغه تشکیلات وکولای شي د ښځو چارو وزارت خپلو مهمو موخو ته چې د افغانستان د ښځو ځواکمنول دي ورسوي. د سوداګرۍ وزارت د جنډر رئیسې فایقه جاوید په خپلو خبرو کې وویل، په دغه پروګرام کې چې له کومو میتودونو کار واخېستل شو، دا موږ سره مرسته کوي چې په خپل کاري چاپیریال کې يې پلي کړو. میرمن جاوید وویل، موږ وکولای شوای په ځان کې بدلون راولو او خپلو کمزوریو ته متوجه شو. هغې زیاته کړه: موږ زده‌کړل چې په متحولې رهبرۍ کې باید څوک زیانمن نشي، متحوله رهبري هغه وخت بریالۍ ده چې ګټه له ګټه سره وي او هیڅوک د بایللو احساس ونه کړي. د سوداګرۍ وزارت د جنډر رئیسې وویل: دا یو مثبت او هیله‌بښوونکی ګام دی چې موږ لومړۍ میرمن د ملت د مهرباني مور او جناب جمهوررئیس د ملت د مهربانه پلار په توګه له ځان سره لرو، زه ویاړم چې افغانه یم او ملت مې مهربانه پلار و مور لري. هغې د دې تر څنګ چې د سي بي ار پروګرام پلي کول مثبت وبلل، خو وې ویل، لومړني کسان چې د دغه پروګرام بایلونکي دي هغه رهبري ښځې دي، ډېرو یې دندې له لاسه ورکړي دي. د مالیې وزارت د منځنیو مالیه ورکوونکو رئیسې میرمن آمنې احمدي وویل، هغه څه مې چې په دغه پروګرام کې زده کړل، ژمنه کوم چې هغه به په خپلو اړوندو ادارو کې عملي کوم. هغې د ښځو د شغلي خوندیتوب په اړه انديښنه څرګنده کړه وې ویل، د ښځو د عزت او ابرو د ساتلو لپاره باید لا زیات کار وشي، کله چې ښځې په دولتي ادارو کې کار کوي، دولت یې باید له وضعیت څخه خبر وي. میرمن آمنې احمدي وړاندیز وکړ، چې یو څارنیز ټیم دې جوړ شي چې د هغو ښځو وضعیت و ارزوي چې په وزارتونو کې په ټیټو بستونو کې کار کوي او هغوی چې ښځې ځوروي مجازات دي شي. جمهوررئیس د هغوی د خبرو له اوریدو وروسته له دې امله چې ښځو د متحولې رهبرۍ پروګرام کې برخه واخېسته او عملاً یې خپلې تجربې ورسره شریکې کړې د زړه له تله مننه جمهوررئیس وویل، ستاسو له ویناوو په ډاګه شوه چې دغه پروګرام د پانګونې ارزښت درلود او تاسې د هغې تداوم تضمین کړ. د هېواد جمهوررئیس وویل، د رهبرۍ او مدیریت ترمنځ فرق شته دی، ځکه په ځینو حالاتو کې ۹۰ سلنه د رهبرۍ مهارتونو ته اړتیا وي او ۱۰سلنه مدیریت ته، خو برعکس ځیني وخت ۹۰سلنه د مدیریت مهارتونه په کار وي او ۱۰سلنه رهبرۍ ته، خو زموږ ټولنه او د تحول کوم حالت چې موږ پيل کړی دی، دلته تعادل ته اړتیا ده. محمد اشرف غني وویل: په اوسنۍ نړۍ کې یو تر ټولو لویه ستونزه د نرواکۍ فرهنګ دی، له دې بابته موږ له اساسي فکري ستونزې سره مخ یوو. هغه همدارنګه وویل، زموږ یوه ستونزه د غوږ نیولو ده، ځکه موږ غوږ نیسو او لومړنی غبرګون مو دا وي چې څنګه د مخاطب خبره کمه وښيو. جمهوررئیس ښځو ته د ډاډمن کاري چاپيریال د رامنځته کولو په اړه وویل، ښځې دې له دولت سره په ګډه کار وکړي چې داسې چاپیریال رامنځته شي چې ستونزې واوریدل شي او دا خبره روښانه شي چې موږ په کوم حالت کې کولای شو قانون پلی کولی کړو. جمهوررئیس غني وویل، که چېرته وزیر، رئیس او هر بل مقام ښځو ته په بده سترګه وګوري، سم د لاسه به له دندې لري شي. هغه زیاته کړه: د سي بي ار مدیریت به خپله پر مخ وړم، چېرته چې زه یم د افغانستان ښځې به نه یوازې مساوي بلکې تر مساوي زیات نقش ولري. جمهوررئیس غني ښځو ته په خطاب کې وویل: تاسې ډاډمنې اوسئ تر کومې ورځې چې دا امانت ماته سپارل شوی دی، د ښځو په برخه کې به زموږ د ژمنو په عملي کېدو کې هیڅ ډول پلمه او ځنډ نه وي. هغه وویل، د دې اړتیا ده چې د ښځو او نرو ترمنځ د باور او درناوي فضا موجوده وي، ځکه خپلې میرمن بي بي خدیجې ته زموږ د پيغمبر حضرت محمد (ص) درناوی بي ساری و، موږ هم کوم نوی شی نه غواړو، هغه څه غواړو چې تل زموږ په فرهنګ کې موجود و. جمهوررئیس څرګنده کړه: زه بشپړ باور او امید لرم چې ستاسو ښځو په مثبت ګډون سره به زموږ په ټولنه، فرهنګ او اړیکو کې یو اساسي تحول او بدلون رامنځته شي. ورپسې د هېواد لومړۍ میرمنې خبرې وکړې او د ښځو د ځواکمنتیا کنفرانس په اړه چې په دې وروستیو کې عربي متحدو اماراتو کې جوړ شوی و، معلومات ورکړل او د ښځو په ګډو هڅو، کار او د یو بل په ملاتړ یې ټینګار وکړ. په پای کې د هېواد جمهوررئیس او لومړۍ میرمنې په لوړو دولتي مقامونو کې د ښځو د متحولې رهبرۍ پروګرام فارغانو ته تصدیق نامې او د دغه پروګرام استادانو ته په پام کې نیول شوې ډالۍ ووېشلې هفه ووی چی هر مقام چی شزو ته په بده سترگه وگری د وظیفی سخه به لیری سی..
https://avapress.com/vdcd9x0fxyt0so6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته