دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 114599
اقتصادی اوکلتوري ملګرتیاوې دمتقابل باؤر او دژمنو د دقیقې اجرازمینه جوړونکي دي
 دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني پرون مازدیګر په تهران کې دجرمني له مرستیال صدرعظم او د دغه هیواد داقتصادي او انرژۍ له وزیر زیګمر ګابریّل سره په کتنې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د ډيرو مشکلاتو دحل ریښه په ژمنو په عمل کې دلازم باؤر رامینځةکیدا ته ورګرځي ،وویل دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ دموافقې داجرا ئي کیدا یوه حل لاره دلورو ترمینځ پراخ تجارتي او اقتصادي راشته دیرشه دي .
داسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې له نیکه مرغه دایران تاجران ،پانګوال بیلابیلې علمی اوپوهنتوني برخې دکال په مختلفو وختونو کې له خپلو جرمني همڅنګو سره په ارتباط کې دي او تل ئې له جرمنیانو سره دملګرتیا ښه مخینه درلودلې ده
‌ډاکټر روحاني له ختیځّ سره دلودیځ دیوځاي کولو دمرکزي ټکي ، آزادو ا وبو ته دمینځني آسیا دهیوادونو رسولو او له ختیځ سره دلودیځي کریډور اتصال په څیر په سیمې کې دایران سټراټيژيک موقعیت یاودنه وکړه او وې ویل ، دجرمني اوایران نزدې اړیکې ددرستې سیمې او اروپا ترمینځ اړیکې لانزدې کولی شي .
دجرمني مرستیال صدرعظم زیګمار ګابریّل هم په دې خبرې په ټينګار سره چې داقتصادي اوتجارتي ملګرتیاؤ پراختیا کوم سخت کار نه دی ، دایران او جرمني د ټولنې ترمینځ ګډ اقتصادي وضعیت شتون ته اشاره وکړه او وې ویل د دواړو هیوادونو ښآریز په لوړه سویه مهارتونه لري او پرمختللو ټیکنالوجیو ته ګروهمن دي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceoe8zojh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته