دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 99641
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د قدرت سوله ييز انتقال
د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د خلکو په رایو د یوه منتخب ولسمشر نه بل ته واک انتقالیږي.
تمه ده د سیاسي واک د انتقال دا مراسم چې تردې دمه ټولو لوریو سوله ییز بللی همدا دوشنبه ترسره شي چې په نتیجه کې به یې نوی منتخب جمهور رییس اشرف غني احمدزی لوړه وکړي.
د افغانستان تاریخ ته په کتو دا لومړی ځل دی چې واک له سوله ییزې لارې انتقالیږي، په دې هېواد کې به واک اکثراً د جګړې او کودتاه له لارې انتقالېده.
حامدکرزي چې په دې وروستیو دیارلسونو کلونو کې په افغانستان کې ولسمشري وکړه د راتلونکي په اړه یې خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې واک به د اساسي قانون له مخې نوي منتخب ولسمشر ته تسلیم کړي:
ښاغلي حامدکرزي تېره اوونۍ وویل:
″زه او زما دوه متحرم معاون صاحبان ریاست جمهوري ته تحلیف ورکوو نوي رییس جمهور ته″
په دې ترتیب به د لومړي ځل لپاره واک له یوه منتخب ولسمشر نه بل ته انتقال شي.
که څه هم د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ اوږده انتخاباتي بهیر د افغانانو په ژوند خپلې منفي اغیزې پريښودې خو جمهور رییس کرزي په راتلونکي حکومت کې د تېرو لاسته راوړنو له خوندي پاتې کیدو خلکو ته ډاډ ورکړ:
″بې غمه خپل کار کوئ. څوک چې مامور دی ماموریت دې کوي. څوک چې تجار دی تجارت دې کوي.
زامن او لورګانې به مو همداسې خپلې زده کړې جاري ساتي. په دې خاوره کې د راتلونکي په لور له حرکت او یووالي پرته بل هيڅ هم نشته.″
ښاغلي کرزي تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ د کابینې له غړو او نورو حکومتي او دولتي چارواکو سره د خداي پامانۍ په غونډه کې دا مسایل یاد کړل.
په عین حال کې د افغانستان منتخب جمهور رییس اشرف غني احمدزي په راتلونکي کې د هر اړخیزو پرمختګونو خبر ورکړ او ډاډ یې ورکړ چې ټول به په ګډه د دې هیواد د رغولو لپاره کار کوي.
ښاغلي احمدزي وویل دانتخاباتو په سر ته رسیدو سره هغه ګنګوسې ناسمې راووتلې چې ګواکې د واک انتقال به د هر اړخیز تضاد لامل شي:
″د افغانستان لوی ملت خدای ج له یوې سترې ازموینې په بریالیتوب راوویست.
دا د خدای ج فضل او برکت دی چې د افغانستان د ټولو دښمنانو هغه وړاندوینې چې د سیاسي واک انتقال به د هر اړخیز تضاد لامل شي ناسمې ثابتې شوې.″
ښاغلي احمدزي د جمعې په ورځ د انتخاباتو کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ د بري لیک له ترلاسه کولو وروسته دا خبرې وکړې.
د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله عبدالله هم چې د سیاسي اپوزیسیون مشري یې کوله د ملي یووالي حکومت رامنځته کول د ټولو ناخوالو د پای ته رسیدو پیل وباله.
ښاغلي عبدالله د خپلو یو شمیر پلویانو په منځ کې اشرف غني احمدزي ته مبارکي ورکړه او د ښاغلي کرزي له کړنو ستاینه وکړه:
″د لوړې د مراسمو په درشل کې یو. د افغانستان د مخکیني جمهور رییس احترام چې تر اوسه هم ولسمشر دی د افغانستان خلک هم کوي او مونږ هم ددې خاورې د بچیانو په توګه په ځان باندې د هغوي احترام لازمي بولو.
په عین وخت کې غواړم د افغانستان نوي جمهور رییس ډاکټراشرف غني احمدزي ته هم مبارکي ووایم.″
ښاغلی عبدالله د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو یو مخکښ کاندید و د ده په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم په موافقې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو تړون لاسلیک کړ.
که په افغانستان کې د سیاسي واک د انتقال پړاوونو ته کتنه وکړو د سردارمحمدداوودخان له واکمنۍ رانیولې د حامدکرزي تر ولسمشرۍ پورې د سیاسي واک انتقال اکثر د جنګ،جګړو او کودتاو له لارې ترسره شوی دی.
سردارمحمدداوود خان د ۱۳۵۷ کال د ثور میاشتې په اوومه نیټه د خلق ډیموکراتیک ګوند د غړو له خوا د خپلې کورنۍ له ۳۹ غړو سره یوځاي ووژل شو او واک نورمحمدتره کي ته ورسید.
د سردارمحمدداوود خان او د هغه د کورنۍ له وژلو وروسته د انقلابي شورا اعلامیه:
″د نظامي انقلابي شورا اعلامیه اسلم وطنجار د زره دارو د قواوو جګړن اوروي:″
″ د لومړي ځل لپاره په تاریخ کې د سلطنت، ظلم،استبداد وروستنۍ بقایا او د نادرخان د کورنۍ قدرت پای ته ورسید او ټول دولتي قدرت ولس ته لاس ته ورغی.″
نور محمدتره کی بیا په مرموزه توګه ووژل شو چې له هغه وروسته حفیظ الله امین واک تر لاسه کړ.
حفیظ الله امین په خپله له لنډې مودې واکمنۍ وروسته د شوروي اتحاد د پوځیانو له خوا ووژل شو.
د واک د انتقال بله غیرسوله ییزه تجربه هم کابل ته د مجاهدینو ننوتل او له ولسمشرۍ نه د ډاکټر نجیب الله احمدزي لرې کول دي.
ډاکټرنجیب الله احمدزی بیا افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره ووژل شو او واک هم له مجاهدینو څخه طالبانو ته په لاس ورغی.
د طالبانو واکمني بلاخره په افغانستان کې د القاعده او اسلامي امارات د واکمنۍ د ړنګولو په هدف د امریکا په مشرۍ د نړیوال اییتلاف په حملو پاي ته ورسیده.
نو دغو ټولو پېښو ته په کتو سره دا خبره ثابتیږي چې افغانستان د واک د سیاسي انتقال د ډېرو ترخو تجرو شاهد پاتې شوی دی.
خو اوس چې حامدکرزی په سوله ییزه توګه د خلکو په رایومنتخب جمهور رییس اشرف غني احمدزي ته واک انتقالوي ټول ورته په درنه ستره ګوري.
نړېوالې ټولنې ددې سیاسي انتقال په اړه خوشبیني ښودلې او هیله یې کړې چې نوی حکومت له دوی سره ښې اړیکې ولري.
امریکا متحده ایالتونو هم د واک دا انتقال د افغانستان د راتلونکې لپاره مثبت ګام بللی او ویلي یې دي چې نوی ولسمشر به له دوی سره امنیتي تړون لاسلیک کوي.
سیاسي کارپوهان باوري دي چې له سوله ییزې لارې د واک په انتقال سره به په ټولو برخو کې د افغانانو ژوند ته د پرمختګ زمینې هم برابرې شي.
سیاسي کارپوه سیدداوود په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:
″یوه مهمه ځانګړتیا به دا وي چې دا سیاسي قدرت په سوله ییز ډول له یو لاس نه بل لاس ته ځي. کله چې زوړ ولسشمر نوي ولسشمر ته م دولت چې د واک د سوله ییز انتقال په نتیجه کې رامنځته کیږي د افغانستان د خلکو د ژوند په ټولو برخو اغیزمن تمامیږي. کوم ګروپ چې واک ته رسیږي هم دا فکر کوي کوي چې مونږ د خلکو له برکته واک ته رسیدلي یو.″
عام افغانان وايي، دا چې دواړو کاندیدانو د ملي یووالي حکومت په جوړیدو موافقه وکړه خامخا به واک په سوله ییزه توګه انتقال شي خو اوس دوی ته په کار ده چې د افغانستان د پرمختګ او پراختیا لپاره کار وکړي:
″سهم چې دی دا باید د قومیت په اساس نه وي. د تاجک ، پښتون،هزاره ، ازبک اهل خلک باید په کار وګمارل شي.″
″دغه دوه کسان چې مسالمت امیز انتقال د قدرت ورته وشو دا په دوی پورې اوس اړه لري.
افغانانو خو قرباني ورکړه که دوي چېرته خیانت وکړ نو مونږ به د تېر وخت ارمان کوو.″
دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې د خلکو په رایو له یوه منتخب ولسمشر نه بل ته واک انتقالیږي او خلک به هم د چارواکو له ژمنو سره سم د ملي یووالي د رامنځته کیدونکي حکومت له امتیازونو برخمن شي.
خو دا چې د سولې ، ثبات او امنیت راوستلو ، پراختیا ، پرمختګ او د وړتیا په اساس د دولتي او حکومتي چارواکو د ګمارلو ژمنې تر کومه پورې رښتیا کیږي د ملي یووالي حکومت د کار په موده کې به ځواب شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgq39y.ak9yt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته