دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۴۰
د مطلب کود : 153509
مشرانو جرګې د ۱۳۹۷ لمريز کال د بودجې طرحه تائید کړه

د افغانستان مشرانو جرګې د ۱۳۹۷ لمريز کال د بودجې طرحه تائید او د تصویب لپاره‌ یې ولسي جرګې ته واستوله.

د افغانستان د ۱۳۹۷ مالي کال په ملي بودجې د مشرانو جرګې د غړو له تندو انتقادونو سره سره دغه بودجه د سې شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۳۰ مه تائید شوه.

د دغې جرګې په عمومي غونډه کې اکثرو سناتوراتو انتقاد وکړ چې یاده بودجه متوازنه نه ده او د ولایتونو لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې توازن یا انډول په پام کې نه دی نيول شوی.

خو د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې مالیې وزارت سناتورانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی نظریات به په بودجه کې په پام کې ونیول شي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "په مشورتي ناسته کې په ټولو مسایلو بحثونه وشول او کوم انتقادونه چې سناتورانو په بودجې لرل، د مالیې وزیر ډاډ ورکړ چې د دوی مشورې به په بودجه کې ځای کړي او بالاخره دغه بودجه، د سناتورانو له خوا تصویب شوه."

د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۳۵۷.۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۶۷ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۹۰ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودجه جوړوي چې ۴۷.۵ سلنه‌ یې د حکومت او پاتې نوره یې د مرستو له لارې تمویلېږي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د سناتورانو د اندېښنو او انتقادونو په تړاو هغوی ته ډاډ ورکړ چې نظریات به یې په بودجه کې شاملوي او په وینا یې چې د ۱۳۹۷ کال په مالي بودجه کې ډېره پاملرنه هغو ولایتونو ته شوې چې کم انکشاف یې کړی دی.


ښاغلي حکیمي وویل:"زه ژمنه کوم چې ستاسي ټول نظریات به د ۱۳۹۷ مالي کال په ملي بودجه کې په پام کې نیول کېږي او د دې لپاره چې تاسې ډاډه شئ، هغه تاسې ته اعلانېږي، موږ د نورو ولایتونو په پرتله هغو ولایتونو ته چې ډېر کم انکشاف یې کړی، په دې بودجه کې ډېر پام کړی او تاسې ته په پوره ډاډ ویلای شم چې دوه چنده پاملرنه شوې ده."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، په کابینه کې د بودجې د وړاندیز شوي پلان له تائید وروسته، لومړی دا بودجه مشرانو جرګې او بیا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.

خو تر اوسه لا نه‌ ده معلومه چې ولسي جرګه به کله د ۱۳۹۷ لمریز کال پر بودجې بحث وکړي او په وړاندې به یې خپل دریځ روښانه کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciupaz3t1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته