دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 131585
د کندزښارکه بیرته افغان ځواکونونیولي دي
افغان ځانګړو ځواکونو دکندز ښار بېرته له طالبانو نیولي او هغو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې.

چارواکي ویلی دي، افغان ځانګړو ځواکونو دکندز ښار بېرته له طالبانو نیولي او هغو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخې، د کندز امنیتي چارواکي رسنیوته وویل، کمانډو ځواکونو تېره شپه ناوخت په کندز کې عملیات وکړل او ګڼې سیمې یې له طالبانو پاکې کړې.
د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي، کندز ښار ته تازه دمو امنیتي ځواکونو د ښار مرکزي برخې له طالبانو بېرته نیولي دي.
دوی زیاتیوی، چې طالبانو د ولایت ځینې مهمې ادارې نیولې، خو کندزو د امنیتي چارواکو او د ولایتي شورا غړو دا خبره رد کړې ده.

https://avapress.com/vdcivzazwt1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته