دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ حمل ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 7094
د وزير محمدگل خان مومند بابا د ادبي هلوځلو درناوى وشو
د غونډې ويناوالو د مومندبابا پر ادبي هلوځلو او د ملي يووالي د راوستو په لار کې دهغه پر کړنو رڼا واچوله.
د ليکوال، شاعر، ژبپوه او د پښتنو ستر مشر وزير محمدگل خان مومند د ادبي هلو ځلو درناوى وشو.
د شنبې په ورځ د جلال اباد په ښار کې د مومند بابا د فرهنگي ټولنې له لوري په جوړې شوې غونډه کې ويناوالو د وزير محمدگل خان مومند پر ادبي هلوځلو او په افغانستان کې د ملي يووالي د راوستو په لار کې د هغه په کړنو رڼا واچوله.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار نجيب منلي وويل، محمدگل خان مومند په افغانستان کې د ملي يووالي د راوستو هڅې کولې. هغه وويل: مومند بابا د افغانستان يووالى د ژبو په معياري کولو کې ليده او دې ټکي ته ځير شوى و، چې د لومړي ځل لپاره يې د پښتو سيند پر ليکلو سربېره د پښتو ژبې بشپړ گرامر وليکه.
نجيب منلي زياته کړه: د وزير محمد گل خان مومند د هڅو د ناکامېدو اصلي لامل دادى چې دا هڅې يوازې يو تن وکړې او ټولنې ونه منلې.
د هغه پروينا، څلوېښت کاله وروسته موږ اوس هم د محمدگل خان مومند وينا ته ستنېږو او د ژبو د معياري کولو خبره کوو.
د هېواد وتلي څېړونکي او تاريخپوه حبيب الله رفيع بيا د وزير محمدگل خان مومند د شخصيت په اړه وويل: د هغه شخصيت گڼ اړخونه درلودل، وزير محمد گل خان مومند د اداري بوختياو تر څنگ ادبي او فرهنگي کارونو ته هم اوږه ورکړې وه.
وزير محمدگل خان مومند په درې دپاسه (١٣٠٣) هـ ق کال د کابل په اندرابي کې نړۍ ته سترگې پرانيستې، خپلې زده کړې يې په حربي ښوونځي کې پاى ته ورسولې، چې وروسته د شاهي گارد قوماندان او بيا په ترکيه کې د افغان سفارت د پوځي اتشې په توگه وټاکل شو.
وزير محمدگل خان مومند د محمدهاشم ميوندوال په کابينه کې د کورنيو چارو د وزير په توگه وټاکل شو، وزير محمدگل خان مومند خورا ارزښناک اثار پر پښتو ژبه لورولي، چې په هر پېر کې د کارونې وړ دي. وزير محمدگل خان مومند په (١٣٤٣) لمريزکال کې له دې نړۍ سترگې پټې او د کابل په شهداى صالحين کى خاورو ته وسپارل شو.

سرچينه : افغان غږ آژانس (آوا) ننگرهار
https://avapress.com/vdcj.heafuqeyx,bzu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته