دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 94630
د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو دواړه کاندیدا مخامخ سره ګوري
د افغانستان د ولسشمرۍ په ټاکنو کې د یوه نوماند، ډاکټر اشرف غني احمدزي ډلې ویلي دي چې نوموړی به د ټاکنو په تړاو د اوسني کړکېچ د ختمولو لپاره له خپل سیال عبدالله عبدالله سره مخامخ لیدنه کوي.
د ډاکټر اشرف غني د ټاکنیزې ډلې یوه ویاند، عباس نویان،وویل چې د دواړو لوریو له خوا به یو ګډ پلاوی د دې لیدنې لپاره ځای او نېټه ټاکي.
خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند مجیب رحیمي ویلي، دوی چمتو دي چې د ښاغلي غني له ډلې سره خبرې وکړي،خو د دې پخلی یې ونکړ چې ښاغلی عبدالله به پخپله مخامخ له خپل سیال سره ویني او یا نه.
بل لور ته د ډاکټر اشرف غني د ډلې یوه ویاند ویلي، دا لیدنه د دې لپاره نه ترسره کېـږي چې کوم ایتلافي حکومت دې رامنځته شي،بلکې د دوی موخه دا ده چې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره دواړه خواوې پر یوه تګلاره سره سلا شي.
همدا رنګه د ښاغلي عبدالله د ډلې ویاند وویل، دوی د دې لپاره له خپلې سیالې ډلې سره ویني ترڅو د پاکو او ناپاکو رایو د بېلولو موضع روښانه شي.
یاده دې وي چې ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې له خپلو دواړو مرستیالانو غوښتي وو چې د ټاکنو په تړاو د روان کړکېچ د ختمولو لپاره له دواړو سیالو ډلو سره وویني.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسون غړو هم پرون له ولسمشر سره په کتنه کې له هغه غوښتې وو چې د روان کړکېچ په ختمولو کې مرسته وکړي.
ټاکل شوې وه چې د چارشنبې پر ورځ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
خو د ټاکنو کمیسون دا چاره د اوس لپاره ځنډولې او وایي اول له د کابو ۱۹۰۰ ټاکنیزو محلونو رایې له سره شمېري،چې دا چاره به شاوخوا یوه اوونۍ وخت ونیسي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjymeh.uqextz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته