افغان غږ خبری آژانس: سویډني رادیو اکوت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د مهاجرت محکمې د مومیکا استیناف غوښتنه نه ده منلې او د مهاجرت د ادارې له پریکړې سره یې موافقه کړې چې له دغه هیواده یې شړلي دي.
په سټاکهولم کې مېشت عراقي کډوال سیلوان مومیکا د جون په ۲۸مه د سویډن د پولیسو په ملاتړ قرآن کریم ته اور ورته کړ، چې له هغې وروسته په دغه هېواد کې څو څو ځله د قرآن کریم بې حرمتي وشوه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې سویډن په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د اسلامي هیوادونو د جوماتونو او سفارتونو مخې ته د قران کریم د سپکاوي د جنایتونو د تکرار شاهد دی.
دې مسئلې په اسلامي هېوادونو کې د خلکو غوسه راپارولې او تر دې حده رسېدلې چې ځينو هېوادونو د سويډن ډيپلوماتان احضار کړل او خپل احتجاج يې اعلان کړ.