افغان غږ خبری آژانس: پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان په دوو جلا پیغامونو کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت د ایران ولسمشر ته مبارکی وویله.
د سعودي پاچا او ولیعهد په خپلو پیغامونو کې آیت الله رئیسي ته د دې ورځې د رارسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړه او د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او خلکو د لا پرمختګ او سوکالۍ هیله یې وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې، د سعودی چارواکو سربیره د جاپان، جنوبی کوریا، سنګاپور، کروشیا، چین، ایتوپیا، ازبکستان، تاجکستان، روسیې، آذربایجان، قطر، هند، پاکستان، قزاقستان او قرغزستان ولسمشرانو او چارواکو هم د ایران د اسلامي انقلاب د بري په مناسبت مبارکې ویلي دی.
د یادولو وړ ده چې د دلوې د میاشتې ۲۲ مه نیټه د امام خمیني(رح) په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب کلیزه ده چې هر کال د ایران د خلکو لخوا نمانځل کیږي.