افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان یو سیمه ایز چارواکی مولوی لعل جان رشید د دغې ولسوالۍ جوړیدل د دغې سیمې د اوسیدونکو یوه اړتیا وبلله او ویې ویل: د بغلان سیمه ایزه اداره د خلکو و خدمت ته ژمن ده.
د باختر آژانس د خبرله مخې: مولوي عبدالصمد جواد د ډنډ غوري د نوي ولسوال په توګه معرفي شو چې د ډنډ غوري ولسوالۍ په جوړيدو سره د بغلان اداري واحدونه پنځلسو واحدونو ته لوړ شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې ډنډغوري ولسوالۍ له اوياو ډېر کلي لري او تر دې وړاندې به يې خلک د اداري کارونو او د خپلو ستونزو د حل لپاره پلخمري ښار ته تلل.