دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 285764
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۸ زره ۳۴۰ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې د صهیونیسټانو د یرغل د شهیدانو شمیر ۲۸ زره ۳۴۰ تنو ته رسیدلی او په دغه موده کښې ۶۷ زره ۹۸۴ کسان ژوبل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی، چې صهیونیسټی غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ قتلونه او جنایتونه کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۶۴ تنه شهیدان او ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

په همدې حال کې د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې اعلان وکړ چې په غزه کې هیڅ خوندي ځای نشته او د جبري بې ځایه کیدو عملیاتو خلک رفح (جنوبي غزې تړانګې) ته اړولي دي، دوی اوس په دې ځای کې محاصره شوي او بله چاره نه لري.

د سازمان په وینا، اړتیاوې سختې دي، وضعیت د غزې د خلکو لپاره پراخ بشري ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه بنسټ ویلي دي: د امریکا په شمول له ټولو ملاتړو دولتونو (صهیونیسټ رژیم) څخه غوښتنه کوو چې د اوربند لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
https://avapress.com/vdch-mnik23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته