افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا، دغه اقدام ښاریانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه شوی او اوس مهال پر دې لاره شپږ بسونه فعالیت کوی.
د ملي ټلویزیون د خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت یو تن اوسیدونکی وايي، موږ ټول په دې خوښ یو، چې د مسافرو د انتقال په برخه کې د هېوادوالو د اسانتیا په موخه د ملي ادارې دغه اقدام او لاسته راوړنه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره اداره کې د ملي بس ترانسپورتي شرکت فعالیت بند شوی و، خو په نږدې راتلونکي کې به د قر، جلریز او سیداباد په ولسوالیو کې هم د ملي بس فعالیت پراخ شي.