دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 288058
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲۶۲۳ تنو ته لوړ شوی دی
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۲۶۲۳ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر له ۷۵۰۰۰ څخه ډیر شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې اووه قتل عامونه ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې ۷۱ کسان شهیدان او ۱۱۲ نور ژوبل شول.

په همدې حال کې خبری سرچینو نن خبر ورکړ چې د اسرائیلو جنګی الوتکو د غزې په جنوب کښې د رفح ښار په شمال کښې په یو کور بمباری وکړه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان او یو شمیر نور ژوبل شول.
https://avapress.com/vdcgn79x7ak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته