دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 288068
تاجکستان د مسکو د برید په تړاو ۹ تنه نیولي دي
د تاجکستان د ملي امنیت ریاست په مسکو کې د کروکس کنسرت پر تالار او د داعش د خراسان څانګې په برید کې د لاس لرلو په شک ۹ کسان نیولي دي.
آږا: رویټرز د تاجکستان د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې ټول نهه کسان د دوشنبې په ورځ د وحدت په ښار کې نیول شوي او د دغه هېواد پلازمېنې ته لېږدول شوي دي.

یوه اونۍ وړاندې په مسکو کې د کروکس کنسرت په تالار کې په برید کې لږ تر لږه ۱۴۰ کسان ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپیان شول.
https://avapress.com/vdch-6ni623n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته