افغان غږ خبری آژانس: "د قحطۍ د خبرداري سیستم شبکې" په خپل راپور کې ویلي، چې په مارچ میاشت کې افغانستان په عمومي ډول له اوسط څخه د زیاتو بارانونو شاهد و، خو د هېواد په سویل، لویدیځ او شمال برخو کې د ۴۰ کلونو په اوسط ډول له ۷۵ تر ۹۰ سلنه اورښت شوی دی.
د اوسط څخه پورته باران او واورو د افغانستان په شمالي سیمو کې د پسرلي د غنمو کښت ځنډولی دی.
په راپور کې راغلي، چې ډېر اورښتونه او له منځنۍ کچې څخه د تودوخې لوړه کېدل ښايي د هېواد په سوېلي او ختيځو سيمو کې د سبزيجاتو پر حاصلاتو منفي اغېز وکړي.
خو په ټوليزه توګه د مارچ په مياشت کې اورښت د هېواد په ختيځو، جنوبي، شمالي او لويديځو برخو کې د کرنيزو حاصلاتو له ودې سره مرسته وکړه او په خړوب شويو ځمکو کې يې د اوبو شتون ډاډمن کړ.