دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 288077
د مرکزي بانک لخوا د ۱۷ میلیون ډالرو پلور
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې سبا (یکشنبه، حمل ۱۲) به ۱۷ میلیونه ډالره لیلام کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، د حمل ۱۱ مه) په X پاڼه کې د مستحقو بانکونو او د تبادلې له شرکتونو او د پیسو د خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده چي په داوطلبی کې ونډه واخلي. 
 
مرکزي بانک زیاته کړه چې د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د داوطلبۍ ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
دغه بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپلې د راکړې ورکړې پیسې په ټاکلې موده کې د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت د ثبات په موخه په مليونونو ډالر د ليلام له لارې پلورلي وو.
https://avapress.com/vdchq6niq23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته