افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر پرون (یکشنبه د حمل ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لاره کې ۵۰۱ ملکیتونه استملاک شوي او مالکینو ته یې د حق د سپارلو بهیر پیل شوی دی.
کابل ښاروال زیاته کړه، چې د دوه اعشاریه اووه کیلومترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور د نوي سړک د جوړولو چارې به د یو کال او اتو کاري میاشتو په موده کې بشپړې شي.
دغه رياست وايي، چې د کابل ښاروالۍ به د دې ادارې له داخلي بودجې څخه د ټولو ودانيو لګښت په غاړه واخلي.