افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست اعلان کړی چې د ۱۶م ځل لپاره یې د دغه ولایت له کانونو څخه استخراج شوی زمرد پلورلی دی.
دې رياست پرون (يکشنبه د حمل ١٢مه) اعلان وکړ، چې د پنجشېر زمرد ٦٤٩٣ قيراط د ١٨٥ زره امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوى دى.
دغه اندازه زمرد په تېرو دوو اوونيو کې د پنجشېر ولسوالۍ د زمردو له کانونو را ايستل شوي وو.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پنجشیر ولایت له کانونو څخه د استخراج شویو زمرد له پلور څخه لس سلنه مالیه ټولوي او پاتې پیسې یې قراردادي شرکتونو ته ځي.
همدا راز ویل شوي چې د دغو عوایدو یوه برخه به د پنجشیر ولایت د بیارغونې لپاره ځانګړې شي.