افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون یکشنبه د حمل ۱۲ مه د سټندرد ملي ادارې د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي: د دغو ټانکرونو تیل د دغه ریاست له معیارونو سره برابر نه وو.
د سټندرد اداری د نفتو له واردونکو غوښتي چې هېواد ته د ټیټ کیفیت نفتي توکو له واردولو ډډه وکړي.
په ورته وخت کې د ملي سټندرد ادارې چارواکو تېره ورځ د حیرتان له بندر څخه د ګازو یو ټیټ کیفیت لرونکی ټانکر بېرته راستانه کړی و.