افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست چارواکي وايي، چې د څه باندې ۲۱۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د دغه ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې د یوه بند او د اوبو د کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
د چارواکو په وینا، دغه بند او کانال د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شوی او په بشپړیدو سره به یې شاوخوا ۴۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.