افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د عینک د مسو کان د استخراج قراردادي شرکت "MCC" له مسوولینو سره وکتل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دغې پروژې د وروستیو پرمختګونو، د برېښنا د تولید پر سرچینو، د هغې د عملي کار د پیل پر څرنګوالي او په هېواد کې د مسو د پروسس د فابریکې پر جوړېدو خبرې وشوې.
د عینک د مسو کان د قراردادي شرکت مسوولینو په نږدې راتلونکي کې د دغې پروژې د عملي پیل او په هېواد کې د هغې د بشپړ پروسس ډاډ ورکړ.