افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د شخصیتونو د تماس کمیسیون هیواد ته د پکتیا د امنیه قومندان د راتګ خبر ورکړی دی.
دغه کمیسیون په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې په تېر حکومت کې د پکتیا امنیه قوماندان راز محمد مندوزی له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمېسیون له لارې له ترکیې هېواد څخه راستون شوی دی.
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، اوس مهال د تېرې ادارې سلګونه چارواکي له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي او د معافیت کارتونه یې ترلاسه کړي دي.