دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 288300
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره او ۹۷۵ تنو ته ورسېد
د رسنیو د راپورونو له مخې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره ۹۷۵ او د ټپیانو شمېر ۷۵ زره ۵۷۷ ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: رسنیو خبر ورکړی، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره ۹۷۵ او د ټپیانو شمېر ۷۵ زره ۵۷۷ ته لوړ شوی دی.

د صهیونیسټي پوځیانو د حملو له ۷۰ فیصده زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د خبر له مخې تراوسه هم څه دپاسه اته زره کسان لادرکه او تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې ځواکونه د اسانتیاو د نشتوالي او د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې حملو له امله هغوي ته د رسیدو توان نلري .
https://avapress.com/vdcgz79xzak97w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته