افغان غږ خبری آژانس: د ترانسپورت وزارت د چارواکو په وینا، ټاکل شوې د حج دوهمه الوتنه نن له مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه ترسره شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزير نور محمد ثاقب د افغان حاجيانو د لومړي کاروان د لېږد په مراسمو کې وويل، چې سږ کال يې حج کوونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د کاري کمېټو کارکوونکي سعودي عربستان ته لېږلي دي.