افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد وايي چې د نوري فایبر د پروژې کار د دلارام په ولسوالۍ کې پیل شوی او د زرنج ښار او نورو ولسوالیو ته به وغځول شي.
نوموړي په افغانستان کې د سترو پرمختيايي پروژو پلي کېدو ته په اشارې سره رسنيو ته وويل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د پرمختيايي پروژو په پلي کولو سره خلکو ته سوکالي او پرمختګ ورکړي.
هغه د نوري فایبر تخنیکي کارکوونکو ته وویل، چې د ورځې په اوږدو کې په ډاډه زړه او له امنیتي اندېښنو پرته کار وکړي.
د نيمروز ښاريان د نوري فايبر د پروژې له پيل څخه خوښ دي او وايي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به يې با کيفيته او ارزانه انټرنېټ ته لاسرسی پيدا کړي.