افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس هدایت الله همدرد اعلان وکړ چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بغلان ته سفر کړی دی.
ويل کيږي چې ملا برادر د وروستيو سيلابونو له زيانمنو سره د مرستې او د هغوى د ستونزو د هواري په مقصد دغه ولايت ته سفر کړى دى.
په همدې حال کې د ملا برادر مطبوعاتي دفتر تېره شپه (د ثور ۲۲مه) په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون فوق العاده غونډه په هېواد کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو او د بېړنیو مرستو د لېږلو په اړه جوړه شوه.
ملابرادر وويل، افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې وګړي يې تر ډېره د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي، نو مسوولې ادارې مکلفې دي، چې د دغه ډول پېښو پر مهال له هېوادوالو سره د مرستې لپاره بشپړ چمتووالى ولري.
اسلامي امارت ویلي چې په دې غونډه کې په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې له سیلاب ځپلو هیوادوالو سره د بیړنیو مرستو د رسولو، د ژغورنې، د مرستو جلب او جذب، روغتیا، درملنې، د ژغورنې کمېټې جوړې شوې.
دا په داسي حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله ۳۰۰ تنه مړه او ژوبل شول او تر ۱۰۰۰ زیات د استوګنې کورونه ویجاړ شول.