افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه پیغام کې ویلي چې الله ګل مجاهد د سعیدالله په نوم د یوه کس په وژنه کې شکمن و. د هغه په وينا، دغه کس د ١٤٠٢ کال د حوت په نهمه وژل شوى دى.
هغه وویل چې د دوی د محکمې د پریکړې پر بنسټ د الله ګل مجاهد ازادي "محدود" شوې او هغه به د تحقیقاتو تر بشپړیدو پورې په "توقیف" کې پاتې شي.