دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 290307
اسلامي امارت هڅه کوي مرکزي او جنوبي اسیا سره ونښلوي
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د اورګاډي او سړکونو له لارې وصل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر سره په کتنه کې ویلي: افغانستان هڅه کوي چې د اورګاډي او سړکونو له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي.

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال "مولوي عبدالکبیر" د ازبکستان د ترانسپورت له وزیر "الهام مخروف" سره په کتنه کې وویل: اسلامي امارت هڅه کوي چې منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د ریل پټلۍ او سړکونو له لارې ونښلوي.

د اسلامي امارت ویاند په یوه بیان کې لیکلي، چې حکومت تل د بهرنیو سوداګرو په ځانګړې توګه د ازبکستان د پانګوالو د راجلبولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د ازبکستان د ترانسپورت وزیر د سیمې د ثبات ترڅنګ د اقتصادي پراختیا لپاره د کابل او تاشکند د ګډو هڅو په دوام ټینګار وکړ او د دوه اړخیزو مرستو او همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

الهام مخروف وویل، په دې ناسته کې د ازبکستان له تخنیکي او تخصصي ډلې سره د لیدنې موخه په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو موندل او د افغان – ټرانس پټلۍ د عملي کار پیل دی.

باید وویل شي چې ازبکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې په تېرو دوو کلونو کې یې له افغانستان سره نږدې اقتصادي اړیکې ساتلې دي.

همدارنګه ویل شوي چې د افغان – ټرانس پروژه یوه له مهمو او سترو پروژو څخه ده چې هڅه کوي افغانستان له سیمه ییزو دهلیزونو سره ونښلوي.

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري له دې وړاندې ویلي وو چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د افغان – ټرانس پټلۍ د پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان په عملي توګه د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې اړیکې په یوه نقطه بدل شي.
https://avapress.com/vdcgzz9xuak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته