افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له پاکستان څخه پرون (د ثور ۲۳مه) څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي چې ۲۵۸ تنه د تورخم له لارې او ۱۱۴ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو راستنېدونکو څخه يو شمېر يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه بنسټونو ته معرفي شوي او پر نورو يې نغدي مرستې وېشل شوې دي.