افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات کې د احمدشاه فقیری خیریه بنسټ مسوولینو د بغلان مرکز، برکه او نهرین ولسوالیو ته د خوراکی او غیر خوراکی توکو د مرستو یو کاروان د هیواد په شمال کې د سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه واستاوه.
د دوی په خبره، د زیانمنو شویو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته اوړه، وریجې، غوړي، کمپلې، غالۍ، له ګازو ډکې ډبې، د چای ترموز او د لمریزې څراغونو په ګډون د مرستو بستې چمتو کړې دي.
ویل کیږي، چې په تېرو څو ورځو کې د سختو اورښتونو په پایله کې د هېواد شمالي ولایتونه د ویجاړونکو سېلابونو د راوتلو شاهد وو، چې له امله یې سلګونه کسان مړه، ژوبل او بې ځایه شوي، چې د خلکو او خیریه بنسټونو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.