افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو د ستونزو د هوارۍ عالي کمیسیون د تیرې ورځې په بهیر کې له پاکستان او ایران څخه د ۳۵۷ کورنیو د راستنیدو شمیرې اعلان کړې او ویلي یې دي چې د تل په څیر د دغو کورنیو لپاره د اسلامي امارت له لوري په کمپونو کې میشتو کورنیو ته باید موقتي استوګنځایونه ورکړل شي او له دغو کسانو سره دې مرستې وشي.
د یادونې وړ ده چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۳۷۰۰ کډوالو د راستنیدو اعلان کړی دی.
دغه راز د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو راستنېدونکو څخه يو شمېر يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندويه بنسټونو ته معرفي شوي دي.
په همدې حال کې پاکستان په تېرو څو میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.