دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 290430
د اوکراین ولسمشر هسپانیې او پرتګال ته خپل سفر په خارکیف کې د روسي ځواکونو د پرمختګ له امله لغوه کړ
د اوکرایین پوځ اعلان وکړ چې د خارکیف ښار له هغو سیمو یې چې په دې وروستیو کې د روسیې له خوا نیول شوي وو، خپل ځواکونه ایستلي دي، په عین حال کې اوکرایني چارواکو نن اعلان وکړ چې ولادیمیر زیلینسکي د روسیې د بریدونو د زیاتوالي له امله هسپانیا او پرتګال ته خپل سفرونه لغوه کړي دي. 
افغان غږ خبری آژانس: د اوکرایین پوځ په یوه بیان کې اعلان کړی چې د لوکیانتس او ووچانسک په ځینو سیمو کې د روسی ځواکونو د ډزو او د ځمکنیو ځواکونو د بریدونو په ځواب کې او همدارنګه د خلکو د ژوند ژغورلو او د تلفاتو د مخنیوی په هدف، د اوکراین پوځی واحدونه په شا شول.

د اې ایف پي د راپور له مخې، دوه کلي د روسیې پولې ته څېرمه په ۳۰ کیلومترۍ کې پراته دي او په دغو بریدونو کې په نښه شوي دي.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز هم ویلي چې وضعیت لا هم ستونزمن دی.

ځینې ​​پوځي شنونکي وايي، مسکو ښايي اوکراین دې ته اړ کړي چې خپل ځواکونه له نورو مخکینیو سیمو څخه وباسي، لکه د دونیتسک په سیمه کې د چاسیو یار ستراتیژیک ښارګوټي ته څېرمه چې روسیه هم په کې پرمختګ کوي.

اوکرایني چارواکو هم نن اعلان وکړ چې ولادیمیر زیلینسکي هسپانیا او پرتګال ته د روسیې د بریدونو د زیاتوالي او د جګړې په ډګرونو کې د وضعیت د خرابوالي له امله خپل سفر لغوه کړی دی.

تمه وه چې زیلینسکي به د سفر پر مهال د هسپانیا له لومړي وزیر پیډرو سانچیز سره د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي.

د پرتګال د حکومت ویاند هم اعلان وکړ چې د زیلینسکي سفر لغوه شوی خو دا یې ونه ویل چې ولې.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال اوکراين اعلان وکړ، چې له روسيې د ورکې شوې سيمې د بېرته نيولو لپاره يې پر ضد بريدونه پيل کړي دي. دا بریدونه نه یوازې ناکام وو، بلکې د روسي ځواکونو د پرمختګ لامل هم شول.
https://avapress.com/vdcdsz0xzyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته