افغان غږ خبری آژانس: د ۲۷ کلونو په اوږدو کې، فورم د نړۍ د اقتصاد د مهمو مسلو په اړه د بحث کولو او د دوامداره پرمختګ لپاره د نړیوالو غوره کړنو او مهارتونو د تبادلې لپاره یو نړیوال پلیټ فارم ګرځیدلی.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر او ورسره پلاوی ګډون وکړي.
تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسلامي امارت د سنټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم (SPIEF) کې له ګډون څخه انکار کړی دی.
دا فورم له ۱۹۹۷ کال راهیسې هر کال جوړیږي. د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په ۲۰۲۳ کې د ۱۳۰ هیوادونو څخه ۱۷۰۰۰ څخه زیاتو ګډون کونکو په کې برخه اخیستې وه.
د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم د جون په پنځمه پیلیږي او د جون تر اتمې نیټې دوام کوي.