افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس مولوی عبدالحی مختار وویل، د چاپیریال ساتنه او پالنه د ټولنې د هر مسلمان دیني او ملي دنده ده، نو لازمه ده د چاپیریال پاک ساتلو لپاره ټول خلک فعاله ونډه لري.
وی افرود: د چاپېریال د نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسم د پوهنې ریاست په همکارۍ د قزانچي بابا په عالي لېسه کې د زده کوونکو په حضور کې پیل شول.
په همدې حال کې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکي د ښاري فرهنګ د ودې هرکلی کوي او وايي: د ښار او پاک چاپېریال ساتنه د خلکو له ونډې پرته نه شي کېدای او موږ ټول باید لاس په کار شو او د چاپېریال ساتنه وکړو. "
د يادونې وړ ده، چې د محصلينو له خوا د چاپېريال ساتنې په موخه يوه سمبوليکه ولسي لاريون په لاره اچول شوى و او د چاپېريال اهميت تر سرليک لاندې په ورځپاڼه کې خپور شوى و.