افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بندونه د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له خوا د څلور میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړ شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کانالونه د ډنډ پټان او ځدراڼو ولسوالیو د کونجونو له سرچینو څخه کروندو ته اوبه لېږدوي.
ویل شوي، چې کروندګرو د دې پروژې په پلي کولو کې د اسلامي امارت د هڅو هرکلی کړی او دا یې د دوی د کروندګرو د سوکالۍ لامل بولي.