افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ټول افغانستان کې له ۳.۵ میلیونو څخه زیاتو خلکو نغدي مرستې ترلاسه کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام پرون (یکشنبه ، جوزا ۲۰مه) په اکس کې لیکلي چې نغدي مرستې به د کورنیو او د دوی د پیرودلو ځواک سره مرسته وکړي او ځایی بازار به وده وکړي.
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې له اروپايي ټولنې څخه د لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړه چې د دغې ادارې له لارې په هېواد کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د مناسبې تغذیې په برابرولو کې مرسته وکړي.
له بلې خوا د خوړو نړیوال سازمان د روان کال په لومړیو کې ویلي وو چې په ۲۰۲۳ کال کې یې پر ۶ میلیونو افغانانو نغدي ویشلي دي.