افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د سوالګرو د پیژندلو او ټولولو د کمیټې له غړو سره په کتنه کې وویل: د روږدو سوالګرو پیژندنه او راټولول، د هغوی درملنه او بیرته خپلو کورونو ته سپارل.
د باميان ولايت مقام د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د سوالګرو د پېژندنې او ټولولو د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې د دې کمېټې غړي د قومي تعصباتو له په پام کې نيولو پرته په دقيقه، بې پرې توګه او په پوره شفافه او عادلانه فضا کې ټول کړي.
ويل شوي چې د باميان والي د باميان د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ رياستونو ته هم لارښوونه کړې چې په باميان کې د سوالګرو د پېژندنې او راټولولو او د هغوى لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې له همکارو بنسټونو سره خبرې وکړي او ولايت مقام ته يې راپور ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې د سوالګرو د راټولولو او د سوالګرۍ د مخنيوي کمېټه د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست او يو شمېر نورو دولتي ادارو په مشرۍ جوړه شوې ده.