افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاپیسا ولایت د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي چې دې ریاست په تېر هجري لمریز کال کې ۷۲ زره ۱۹۶ کاغذي، الکترونیکي او چاپ شوي تذکرې وېشلي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه رياست زياتوي چې تير کال په دغه ولايت کې د تذکرو د ويش تر څنګ څه دپاسه شپږ زره د زيږون کارتونه او ٦٩٢ د جنازې جامې هم ويشل شوي دي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د احصایې وزارت د ولایتونو په کچه د تېر کال د تذکرو د وېش په اړه معلومات خپاره کړي دي.