دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 291748
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۷ زره او ۸۴ تنو ته ورسېد
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۸۴ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۷ زره او ۸۴ تنو ته رسیدلی دی. د ټپيانو شمېر ۸۴ زره ۴۹۴ تنو ته ورسېد.

ویل کیږي نیواکګرو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۸ نور ډله ایز قتلونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۲۸۳ تنه شهیدان او ۸۱۴ تنه ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcgtq9x7ak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته