افغان غږ خبری آژانس) - کابل: د قاضي حبیب الله "رامین" خیریه موسسې د بغلان ولایت له ۱۰۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ملي ټلویزیون په وینا، په مرسته شویو توکو کې شامل دي؛ اوړه، وريجې او غوړي د بغلان دمرکز، برکې، جلګې او نور په ولسواليو کې په زيانمنو شويو کسانو وويشل شول.
ويل شوي چې د دغو مرستو اخيستونکو له خيريه بنسټونو او دولت څخه مننه کړې او د لا زياتو مرستو غوښتونکي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې له زيانمنو شويو سره د مرستو رسولو لړۍ لا هم روانه ده.