افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ او مخابراتي پروژو په تطبیق کې برخه واخلي.
د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد (ټاپي) او نوري فایبر پروژې عملي کېدو ته اړتیا ده.
د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې چین، روسیه، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان نهه دایمي غړي دي او درې هېوادونه افغانستان، بلاروس او منګولیا څارونکي غړي دي.