افغان غږ خبری آژانس: نن (شنبه، د سرطان ۱۶مه) د پولیو څخه د پاک افغانستان موسسې په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د پولیو واکسین کمپاین به د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پیل شي.
د "پولیو څخه پاک افغانستان" سازمان نه دي ویلي چې په دغه کمپاین کې به څومره ماشومان واکسین شي او د هېواد په څو ولایتونو کې به ترسره شي.
دغې ادارې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی و.
په ورته وخت کې سږ کال په نورستان، کونړ، هرات، کندهار او غزني ولایتونو کې د پولیو ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
خو لا هم په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.