افغان غږ خبری آژانس: د ښار او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست حمدالله نعماني د ننګرهار ولایت د ښار جوړونې او کور جوړونې له رئیس سره په کتنه کې پر دې ټینګار کړی دی، چې د دغه ښار نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي نو لازمه ده چېدا ښار پراخ کړل شي.
نوموړي د نوي ښار د جوړېدو لپاره لومړني ګامونه اعلان کړل او زياته يې کړه، چې د دغه ښار په ختيځه برخه کې د جلال اباد ښار د نوي ښار لپاره ٤٤ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست د دغه وزارت له خوا د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښارونو په منظمه پراختیا ټینګار وکړ.