افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس قاري امیر محمد متقي وايي، په روان کال کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰۰ فابریکې جوړې او په فعالیت یې پیل کړی دی.
هغه زياته کړه: "د بلخ ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رياست په تېر کال کې دغو فابريکو ته د فعاليت جوازونه صادر کړي او څه دپاسه ١٩٩ نورو توليدي فابريکو خپل فعاليت جوازونه نوي کړي دي."
متقی وويل چې په تېر کال کې په بلخ ولايت کې د توليدي فابريکو د جواز له ترلاسه کولو او نوي کولو څخه دولت ته څه باندې ٦٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.
ده وويل: بلخ يو له هغو ولايتونو څخه دى چې له يو مصرفي ولایت څخه تېر شوى او په يوه صنعتي ولايت بدل شوى دى او د دغه ولايت څه دپاسه پنځوس سلنه اوسېدونکي له کورنيو توليداتو استفاده کوي.
په همدې حال کې د مزارشريف ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې: د توليدي فابريکو د فعاليت زياتوالى د ستاينې وړ دى او د کورنيو توليداتو د ملاتړ لپاره د خلکو او دولت لپاره لازمه ده.
باید وویل شي، چې اوسمهال په بلخ ولایت کې له ۱۷۰۰ ډېرې فابریکې فعالیت لري، چې لسګونه د اړتیا وړ توکي تولیدي او په دغو فابریکو کې ۳۰ زره کسان په کار بوخت دي.