افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده شهاب الدین دلاور د کانونو او پټرولیم وزارت له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د مرکزي بانک پخوانی رئیس هدایت الله بدری ټاکلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (شنبه، د سرطان ۱۶مه) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې ښاغلی دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د مرکزي بانک پخوانی لومړی مرستیال ملا نوراحمد آغا د دغه بانک د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.