افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ابوظبۍ کې د افغانستان په سفارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ پرانیستل شوه.
په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني هم د دغه سیستم په پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.