افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د کابل-کندهار لویه لار به د دوشنبې د ورځې (سرطان ۱۸) د مازدیګر له ۵ بجو څخه بیا د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۲۰) د مازدیګر تر ۵ بجو پورې تړلې وي.
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت ویلي، چې دغه موټر کولای شي په دې موده کې د کابل- لوګر د لویې لارې له تنګو لارو څخه استفاده وکړي.
دغه وزارت زیاته کړه چې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو لپاره بدیل لاره شته، خو باید له غزني څخه د کابل-لوګر د لویې لارې له تنګې لارې تېر شي.
د کابل-کندهار لویه لار د هېواد له مهمو او مصروفو لویو لارو څخه ده چې کابل او یو شمېر نور ولایتونه د هېواد له جنوب سره نښلوي.
د فواید عامې وزارت وايي، د لویې لارې هغه برخې به ترمیم کړي چې ویجاړې شوې دي.