افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو خدمتونو کې د درملو ویش، د ټپیانو درملنه، د واکسین تطبیق او ماشومانو ته د ځانګړو خوړو برابرول شامل دي.
تر دې وړاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو اعلان کړی و.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې له روغتيايي مرکزونو سره د نړيوالې ټولنې مرستې کمې شوې دي.