افغان غږ خبری آژانس - تهران: په تهران کې د افغانستان سفارت د دغې غونډې په اړه په یوې اعلامیې کې ویلی دی: په دې کتنه کې دواړو لورو د دغه سفارت د ځینو مسایلو او کډوالو په اړه ګټورې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
په همدې حال کې په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست د ايران د بهرنيو چارو وزارت د قونسلګرۍ د چارو له عمومي رييس ډاکتر محمودي سره وکتل او د قونسلګرۍ د چارو او د کډوالو د ستونزو په اړه يې خبرې وکړې.
په تهران کښې داسلامی امارت دسفارت مشر مولوی فضل محمد حقانی په تهران کښې بوختې ورځې تیروی او په ډیرو هغو پروګرامونو کښې ګډون کوی چې نړیوال اړخ لری او د مختلفو هیوادونو د لوړپوړو ډیپلوماټانو په شتون سره ترسره کیږی ګډون کوي.